آلمان د افغان وګړو د ایستلو د پراخولو لپاره ګامونه پورته کوي
د آلمان فدرالي حکومت د هسې ایالت د کورنیو چارو وزارت په وروستي اعلان کې ویلي چې د افغان وګړو د ایستلو (ډيپورټ) لپاره یې لاره هواره کړې ده . دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې آلمان د افغان وګړو د ایستلو د پراخولو لپاره ګامونه پورته کوي او پخوا یې دا بهیر یوازې پر مجرمینو او امنیتي ګواښونو پورې محدود و . د نوي پلان جزیات د آلمان د هسې ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزیک ویلي چې فدرالي حکومت هغه شرایط رامنځته کړي چې "په راتلونکي کې به هغه کسان چې د آلمان د پریښودو وروستۍ حکم لري، په منظم ډول افغانستان ته ولېږدول شي" . د نوي بهیر له مخې، د هغو کسانو هویت به د اسلامي امارت د استازو په همکارۍ تایید شي او اړین سفر اسناد به ورته ورکړل شي . په دې کړنلار کې هغه بالغ، نارینه، مجرد کسان شامل دي چې د آلمان څخه د وتو وروستی حکم لري . د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۱ څخه تر جون ۱۹ پورې، ۸۷ افغان وګړي له آلمان څخه ایستل شوي، چې ۷۷ یې په چارټر الوتکو او ۱۰ یې په سوداګریزو الوتکو کې لیږدول شوي دي . آلمان دامنه اخراج مهاجران افغان را گسترش میدهد pic.twitter.com/sQH7Q5...